انصار:( دلړم ۱۵ مه)، د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایی، په هېواد کې د ډاکټرانو دقیق شمېر تر اوسه ورته نه دی معلوم.
د دغه وزارت یوه سلاکار ډاکټر احمد شاه شکوهمند ویلي، چې د روغتیا سکتور لپاره یوه جدی ستونزه ده.
د هغه په وینا، د دې تشې د حل لپاره، په هیواد کې د ډاکټرانو د ثبت پروسه پیل شوې او تر دې دمه له ۲۰زره څخه زیات ډاکټران ثبت شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې تر اوسه د دقیق شمېر او پلان له موجودیت پرته دولتي او خصوصي پوهنتونونو ټولو په خپلسري ډول ډاکټران د کار بازار ته وړاندې کړي.
ډاکټر شکوهمند دا هم ویلي، چې د روغتیایي سکتور له بېلابېلو فعالیتونو څارنه جدي شوې څو د سرغړونو مخنیوی وشي او د ښو خدمتونو زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړه چې اوس مهال په هیواد کې شاوخوا ۷۰۰ خصوصي روغتونونه فعالیت کوی، خو له ۱۰ څخه تر ۳۰ سلنې پورې روغتونونه جواز نه لري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28283